د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین له کویټي پانګهوال او السایر شرکتونو له رئیس سره ولیدل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال له کویټي پانګهوال او د السایر شرکتونو له رئیس محمد ناصر محمد السایر سره، په کابل کې ولیدل، چې په دې ناسته کې په کویټ کې د افغانستان سفیر مولوي محمد شفیق خطیب هم ګډون درلوده.
په دې لیدنه کې کویټي پانګهوال د افغانستان د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
مولوي قدرتالله جمال د نوموړي د پانګونې پلان هرکلی وکړ او ویې ویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چمتو دی، چې د ګرځندوی په برخه کې د پانګونې لپاره اړینه همکاري ترسره او اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د تاریخي مخینې، طبیعي منظرو، تاریخي ودانیو او لرغونو سیمو له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او د ګرځندوی صنعت د پراختیا او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب په برخه کې دغه ظرفیتونه خورا مهم دي.
په هېواد کې د سراسري امنیت له ټینګښت او د ګرځندوی صنعت ته له پاملرنې سره د هېواد له طبیعي او تاریخي جاذبو څخه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د لیدنې بهیر د زیاتېدو په حال کې دی.
۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق
