ګرشک ښوونیز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته رزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۲۰
..

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیریت له لوري په ګرشک ښوونیز مرکز کې لسګونو ځوانانو ته (د ځوانانو فکري جوړښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د ګرشک ولسوالۍ د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر وویل: تېر شلو کلونو کې د ډیرو ځوانانو افکار تر منفي اغیزو لاندې راغلي وو، چې له امله یې ځینو ځوانانو خپل اسلامي او افغاني فرهنګ او عنعنات له پامه غورځولي و او پر ځای یې پردیو مفکورو ته کار کاوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د ځوان نسل د فکري ودې او سالم شخصیت د جوړېدو لپاره مطالعه خورا مهمه ده او ځوانان باید له بېلابېلو ګټورو او باوري کتابونو سره خپله اړیکه پیاوړې کړي؛ ځکه مطالعه د فکر د قوي کیدلو او د سم او ناسم ترمنځ د توپیر کولو وړتیا پیاوړې کوي.
د سیمینار په لړ کې ګډونوالو د یاد سیمینار له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې په راتلونکي کې د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS