جاغوري ولسوالۍ کې د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۲۷
..

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د پوهنې آمریت په همغږۍ جاغوري ولسوالۍ کې د ښوونځیو استادانو، ځوانانو، فرهنګیانو، رسنیزو کارکوونکو، زده‌کوونکو او زده کړیالانو ته د (رسنیزې پوهې او فکري جګړې) په نومونو علمي سیمینارونه وړاندې شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل چې له هېواد څخه بهر فعالیت کوونکو رسنیو ته چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو خلاف خپرونې لري پام ونه کړي.
نوموړي د رسنیزې پوهې، د رسنیو د فعالیت د اصولو، د درواغو خبرونو او اوازو د پېژندلو لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: ځینې بهرنۍ رسنۍ د ژورنالیزم اصول او اخلاق نه مراعتوي. ښاغلي نثار له ځوانانو څخه وغوښتل چې د تبلیغاتو او فکري جګړې پر وړاندې هوښیار واوسي او د بهرنیو هېوادونو له خوا د ملاتړ کېدونکو رسنیو تر اغېز لاندې رانشي.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند ښوونیز مرکز استاد انورالحق عمر د ټولنې د فکري ثبات، د فکري جګړې د ماهیت او پایلو په اړه وینا وکړه او د دغې جګړې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د خلکو او حکومت پر یووالي ټینګار وکړ.
په پای کې، د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د ورته پروګرامونو جوړول د ځوانانو د فکري پوهاوي لوړولو او د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمن وبلل او د دغو پروګرامونو د دوام ملاتړ یې وکړ.

۱۴۴۸/۲/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

نیمروز کې لسګونو تنو ځوانانو ته د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یو ورځنی علمي سمینار وړاندې شو

 د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د ناوړه دودونو مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي يو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
 د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۳۵
Background image

د مطبعو، فوټو کاپيو، کتاب خپرندویانو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره د کاپي رايټ قانون د ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رايټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر اصیل ځاځي په شتون کې د پکتیا ولایت اړوند د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۱۰
Background image

غزني کې د (سپیده داغ) په نوم یوه نوې سیمه‌ییزه راډیو پرانیستل شوه

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د (سپیده داغ) په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل رسمي نشرات پیل کړل.
په دې مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د. . .

BACK TO NEWS