غزني کې د (سپیده داغ) په نوم یوه نوې سیمه‌ییزه راډیو پرانیستل شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۱۰
..

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د (سپیده داغ) په نوم یوې سیمه‌ییزې راډیو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپل رسمي نشرات پیل کړل.
په دې مراسمو کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمر د رسنیو پراختیا او پیاوړتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلیتونو څخه وبلله او ویې ویل: رسنۍ د ټولنې د فکري او فرهنګي جوړښت په برخه کې مهم مسؤلیت لري او باید خپل فعالیتونه د نافذه اصولو او رسنیزو مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې رسنۍ باید د خلکو د پوهاوي د لوړولو، سالمو معلوماتو د خپرولو او د ټولنې د فکري رغښت په برخه کې اغېزمن کار وکړي او په خپلو خپرونو کې د اسلامي، ملي او ټولنیزو ارزښتونو درناوی وکړي.
ورته مهال د سپیده داغ راډیو مسوول مموز آیاز صالحي وویل: دغې راډیو د تېرو څو میاشتو ازمایښتي  نشراتو وروسته نن په رسمي توګه نشرات پیل کړل، نوموړي زیاته کړه، چې د یادې راډیو د خپرونو ډېره برخه به ښوونیزه او تعلیمي وي او هڅه کوي چې د بېلابېلو خپرونو له لارې د سیمې خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو او زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب فرصتونه برابر کړي.
دغه راز د اندړو ولسوالۍ ولسوال مولوي غلام رسول انس هم د خلکو د پوهاوي او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د سیمه‌ییزو رسنیو فعالیت مهم وباله.

۱۴۴۸/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس نورستان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت اړوند د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا رئیس مولوي محمد صادق صداقت نورستان ولایت ته د رسمي په ترڅ  کې د دې ولایت له والي مولوي زین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ازبکستان له سفیر سره وکتل

شنبه ( ٢٦ د صفرالمظفر١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له سفیر اویبک عثمان‌اف سره وکتل.

په دې لیدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۵۸
Background image

فاریاب کې له ګڼ شمېر فرهنګیانو او لیکوالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همغږۍ له ګڼ شمېر قلموال مبارزینو، د ټولنیزو شبکو فعالانو، ځوانانو او فرهنګي څېرو سره د همغږۍ د پیاوړتیا،. . .

BACK TO NEWS