د ګرځندوی صنعت د ارزښت او د سیاحتي جاذبو د پېژندنې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۴۰
..

 د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ګرځندوی صنعت د ارزښت، د سیاحتي جاذبو د پېژندنې او د ګرځندوی صنعت د پیاوړتیا په موخه، د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي محمدالله ضرار وویل: ګرځندوی صنعت د هېوادونو د اقتصادي ودې، د فرهنګي ارزښتونو د پېژندلو او د ملتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.
ښاغلي ضرار زیاته کړه، چې افغانستان د خپلو تاریخي آبداتو، لرغونو سیمو، طبیعي ښکلاوو او بډایه فرهنګي میراثونو له امله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره ځانګړی ارزښت لري. د نوموړي په وینا، د سیاحتي شرکتونو مسؤلیت دی چې د ګرځندوی اصول، مسلکي معیارونه او د اسلامي امارت تګلارې په پام کې ونیسي او د هېواد تاریخي او سیاحتي جاذبې نړیوالو ته په ښه توګه وروپېژني، ترڅو د ګرځندوی صنعت لا وده وکړي او د هېواد مثبت انځور نړیوالو ته وړاندې شي.
دغه راز په سیمینار کې نورو ویناوالو هم د ګرځندوی صنعت د ارزښت، د سیاحتي جاذبو د پېژندنې، د سیاحت د ودې فرصتونو او د دغه صنعت د پرمختګ په اړه علمي او تخصصي معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو ته یې په دې برخه کې اړینې سپارښتنې وکړې.
ورته مهال د سیاحتي شرکتونو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې خپلې ټولې چارې به د اسلامي امارت د نافذه قوانینو، پالیسۍ او د ګرځندوی له اصولو سره سم پرمخ وړي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره به غوره خدمات وړاندې کوي.

۱۴۴۸/۲/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۶:۷
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د حکومت د اطلاعاتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۰
Background image

بغلان کې د دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه سیمه‌ییز موزیم ته وسپارل شوه

بغلان کې د شاوخوا دوو زرو کلونو تاریخي مخینې لرونکې یوه لرغونې سکه تر موندلو او قانوني مراحلو تر بشپړېدلو وروسته په رسمي توګه د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سیمه‌ییز موزیم ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۹:۴۶
Background image

د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار وړاندې شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د مبلغینو په مرکز کې د فکري جګړې په اړه علمي سیمینار ترسره شو.
د سیمینار په پیل کې د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا. . .

BACK TO NEWS