تخار کې لسګونه ځوانان د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له پروګرامونو څخه فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۱۸
..

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د اکتید مؤسسې اړوند د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له روزنیزو پروګرامونو څخه ۱۲۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌الله انصاري وویل: د علم او پوهې زده کړه پر هر مسلمان فرض ده او ځوانان باید د عصري علومو او د وخت د اړتیا وړ مهارتونو په ترلاسه کولو سره د ټولنې د پرمختګ او د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي انصاري زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ځوانانو د مهمو علومو او مهارتونو د زده کړې ملاتړ کوي او ځوانان د هېواد د راتلونکې ارزښتمنه پانګه ګڼي.
ورته مهال د اکتید مؤسسې رئیس نجیب‌الله سیال وویل: یادې مؤسسې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې فعالیت کړی او د کار بازار ته د اړتیا وړ مهارتونو د زده کړې زمینه یې برابره کړې ده. د نوموړي په وینا؛ ګډونوالو په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د انګلیسي ژبې، آزادې سوداګرۍ (فریلانسنګ) او ګرافیک ډیزاین په برخو کې اړینې زده کړې ترلاسه کړې دي.

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۳۳
Background image

فاریاب کې د زمري ۲۴مې په مناسبت مشاعره ترسره شوه

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت ښاروالۍ په همکارۍ د زمري ۲۴مې د هرکلي په مناسبت مشاعره ترسره شوه. 
په دې مشاعره کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۱۸
Background image

تخار کې لسګونه ځوانان د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له پروګرامونو څخه فارغ شول

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د اکتید مؤسسې اړوند د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له روزنیزو پروګرامونو څخه ۱۲۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

سمنګان کې لسګونه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ، د اکتید (ACTED) دفتر اړوند د ځوانانو د سوداګریزې ودې له مرکز څخه ۱۵۰ تنه ځوانان د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، چې سیمه‌ییزو مسؤلینو،. . .

BACK TO NEWS