د کندهار د تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پر مخ پرانېستل شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۹
..

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کندهار تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پرمخ پرانېستل شو، چې په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني، مشر لیکوال استاد محمد معصوم هوتک، یو شمېر ادیبانو، استادانو، ځوانانو او خبریالانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعام الله سمنګاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: کندهار ولایت لرغونی تاریخ لري او د دغه تاریخ ژوندي ساتلو لپاره اړینه وه، چې یو ښه او معیاري موزیم موجود وي. دغه موزیم په معیاري ډول جوړ شوی او نن ورځ د سیلانیانو پر مخ پرانېستل شو.
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې له مالي ملاتړ کوونکو او له هغو مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د یاد موزیم د جوړولو او معیاري کولو په برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هڅې کړي دي.
دغه راز د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله عابد وویل: کندهار نه هېریدونکی تاریخ لري او د دغه تاریخي میراث ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. موږ ټول باید په ګډه د فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او د قاچاق د مخنیوي په برخه کي خپل مسؤلیت ادا کړو.
د کندهار پوهنتون استاد انجینر شیرشاه رشاد وویل: د ملتونو یووالی هغه مهال لا پیاوړی کېدای شي چې خپل تاریخي ارزښتونه او تاریخي اثار خوندي وساتي.

۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۳۳
Background image

فاریاب کې د زمري ۲۴مې په مناسبت مشاعره ترسره شوه

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت ښاروالۍ په همکارۍ د زمري ۲۴مې د هرکلي په مناسبت مشاعره ترسره شوه. 
په دې مشاعره کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۱۸
Background image

تخار کې لسګونه ځوانان د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له پروګرامونو څخه فارغ شول

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د اکتید مؤسسې اړوند د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې له روزنیزو پروګرامونو څخه ۱۲۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

سمنګان کې لسګونه ځوانان له وړیا ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ، د اکتید (ACTED) دفتر اړوند د ځوانانو د سوداګریزې ودې له مرکز څخه ۱۵۰ تنه ځوانان د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، چې سیمه‌ییزو مسؤلینو،. . .

BACK TO NEWS