د اطاعت اغیزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۴
..

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، پوهنې ریاست او الرباط فرهنګي او فکرې ادارې په ګډو همکاریو د دې ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر وویل: د دې ډول پروګرامونو موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو ترویج، د اطاعت په سم ډول پيژندل او د کارکوونکو فکري روزنه ده.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې ورته علمي او فرهنګي سیالۍ د زابل ټولو ولسوالیو ته وغځوي.
دغه راز ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او د ورته سیالیو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۴
Background image

د اطاعت اغیزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، پوهنې ریاست او الرباط فرهنګي او فکرې ادارې په ګډو همکاریو د دې ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم کتاب لوستنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۱
Background image

سرپل کې د (د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ځوانانو رول) په نوم یو ورځنی علمي او روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست او د اکتېد دفتر په ګډو همکاریو د سیمه‌ییزو ادارو د مسوولینو په شتون کې ځوانانو ته د (د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۱۲
Background image

بلخ کې لسګونه تنه ځوانان د فریلانسینګ له پروګرام څخه فارغ شول

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري او د اسلاميک ريلف دفتر په تخنيکي همکاري د فریلانسینګ له درې میاشتني پروګرام څخه ۵۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د بلخ د. . .

BACK TO NEWS