د اطاعت اغیزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۴
..

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، پوهنې ریاست او الرباط فرهنګي او فکرې ادارې په ګډو همکاریو د دې ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر وویل: د دې ډول پروګرامونو موخه په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو ترویج، د اطاعت په سم ډول پيژندل او د کارکوونکو فکري روزنه ده.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې کوي، چې ورته علمي او فرهنګي سیالۍ د زابل ټولو ولسوالیو ته وغځوي.
دغه راز ګډونوالو د دې ډول پروګرامونو هرکلی وکړ او د ورته سیالیو پر دوام یې ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۹
Background image

د کندهار د تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پر مخ پرانېستل شو

د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د کندهار تاریخ کور (موزیم) په معیاري توګه جوړ او د لیدونکو پرمخ پرانېستل شو، چې په دې اړوند جوړ شویو مراسمو کې د مرکزي موزیم رئیس مولوي صبغت الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۵
Background image

له قلموالو مبارزینو او ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري له قلموالو مبارزینو او  ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي احمد مختار د قلموالو مبارزینو، ځوانانو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۱۴
Background image

د اطاعت اغیزې په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې 

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، پوهنې ریاست او الرباط فرهنګي او فکرې ادارې په ګډو همکاریو د دې ولایت په میزانه ولسوالۍ کې د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم کتاب لوستنې. . .

BACK TO NEWS