محمد طاهر زهير: په وروستيو شپږو کلونو کې د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو شتون، بې سارى دى

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۴:۳۴
 محمد طاهر زهير: په وروستيو شپږو کلونو کې د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو شتون، بې سارى دى

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د ځوانانو پر ملي ستراتيژۍ د بيا کتنې په غونډه کې څرګنده کړه: تجربو ښودلې ده چې د نړۍ زيات هېوادونه د خپلو ځوانانو په مټ ودې او پرمختيا ته رسېدلي دي.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې  چې د يوشمېر دولتي مسوولينو، بهرنيو مېلمنو او د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د ځوانانو عالي شورا د غړیو په ګډون د کابل سرينا هوټل په سالون کې جوړه شوه، په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر ادريس الکوزي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ په اړه چې د مشارکت، پوهنې، روغتيا، ورزش، کارموندنې او جندر مهمې برخې په کې شاملې دي؛ معلومات ورکړل او ويې ويل چې ځوانان د هېواد له ټولو ولايتونو څخه پر دې ستراتيژۍ د بيا کتنې په خاطر راټول شوي دي چې ياده ستراتيژي د خپلو غوښتنو مطابق تنظيم کړي او په پایله کې، دغه ستراتيژي به د هېواد جمهوررييس ته وړاندې شي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې د ځوانانو عالي شورا د جوړولو او د کار د پيل په خاطر د هېوا د جمهوررييس د پاملرنې  او ملاتړ قدرداني وکړه او ويې ويل: په تېرو شپږو کلونو کې د هېواد د جمهوررييس د پاملرنې او مهربانیو له امله د حکومتولۍ په بېلابېلو برخو او سطحو کې د ځوانانو د شتون زياتوالى تمثيل او تجربه شوى دى چې په خپل ډول کې بې سارى دى.

هغه زياته کړه: د ځوانانو ملي ستراتيژي په حقيقت کې د ځوانانو لار نقشه ده او نن ځوانان خپلې نظريې وړاندې کوي چې په پاى کې يوه مثبته او عملي پایله ترلاسه شي او دا نقشه تنظيم، چمتو او تدوين شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: تجربو ښودلې ده، هغه هېوادونه چې سوکالۍ، آرامۍ او پرمختيا ته رسېدلي دي؛ د دوى د خپلو ځوانانو د قوي مټو په زور رسېدلي دي.

وروسته د ملګرو ملتو د وجهي صندوق استازي ډاکټر خالد شريفي د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ په لاره کې د ځوانانو د نقش په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د ځوانانو ملي ستراتيژي نه يوازې د ځوانانو چارو معينيت ته، بلکې تمويلوونکو موسسو او سازمانونو ته هم مهمه ده چې خپل ټول فعاليتونه د هغې په چوکاټ کې تنظيم کړي.

همدارنګه د ځوانانو چارو معينيت د پروګرامونو د همغږۍ رييس حضرت الله شريفي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د تدوين په اړه تصويري معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د ملګرو ملتو سازمان د وجهي صندوق د ځوانانو مسوول ډاکټر نور محمد مراد د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د برابرولو او د هغې د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل.

په پاى کې د ځوانانو عالي شورا غړي په بېلابېلو ډلو ووېشل شول او د ځوانانو ملي ستراتيژۍ په اړه يې خپلې نظريې، پېشنهادونه او طرحې وړاندې کړې.

د ننۍ غونډې د کار په پاى کې د غونډې ګډونوالو ملي موزيم او د دارالامان تاريخي ماڼۍ ولیده.

د دغې غونډې کار سبا هم دوام کوي.

کابل/ د غويي ٩ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS