د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۱۸
..

د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر شیخ شیر احمد حقاني میدان وردګ ولایت ته د سفر په لړ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مجاهد موزیم جوړیدل د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه وباله او ویې ویل: د مجاهد موزیم د جهاد تاریخ راتلونکو نسلونو ته په ښه توګه ورپېژني او د تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لري.

دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر صاحب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترسره کړې هڅې وستایلې او د چارو له ښه والي په موخه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې، نوموړي د میدان وردګو د عامه کتابتون د پاتې چارو د بشپړېدو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ هم څرګند کړ.

ورته مهال د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد ښاغلي وزیر صاحب ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د مجاهد موزیم په کمو امکاناتو جوړ شوی او څلور برخې لري، چې پکې لرغوني اثار، د مجاهدینو نظامي توکي، د لرغونو کتابونو قلمي نسخې او د شهیدانو اړوند یادګارونه او د شهیدانو نوملړ شتون لري.

۱۴۴۸/۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۳
Background image

په ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وشو

د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د ولایت مقام په مېلمستون کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو، د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په لیدنه کې، د ملي یووالي، اسلامي اخوت او د ولس. . .

BACK TO NEWS