انټرنېټ او کمزوري اقتصاد د مطالعې دود پيکه کړی دی

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۲:۴۳
انټرنېټ او کمزوري اقتصاد د مطالعې دود پيکه کړی دی

انترنیټ ته لاس رسی او کمزوری اقتصاد اوس مهال دکتاب لوستني پر وړاندې دوه لوی خنډونه دي چې ځوانان يې له مطالعې پاتې کړي دي.

په ننګرهار کې لیکوالان، شاعران او د خپرندويو ټولنو مسوولین وايې چې د تېر په پرتله اوس مهال د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ پيکه شوی، چې په خبره يې پرته له تدریسي کتابونو د نورو لوستونکي ورځ تر بلې کمېږي. ‎دوی وايي چې اوسمهال یوازې هغه محصلان چې استادانو يې ورته خپل کتابونه او په پوهنتون کې تدریسیدونکي کتابونه په نخښه کړي وي لولي، خو د عمومي او ذوقي کتابونو لوستل کم شوي او ډېر وخت ځوانانو انټرنیټ ته ورکړی دی. عطا محمد هیله من او سید سالار خادم چې دواړه د پښتو ژبې ځوان لیکوالان دي وايي چې د نوې ټکنالوژۍ سره د ځوانانو پر بلدتیا سربېره د کمزوري اقتصاد له امله هم ډېری وخت کتابونه له اخیستلو پاتې کیږي.

دوی دا هم وویل چې اوسمهال ځوانانو پر نویو موضوعاتو کتابونه او مقالې لولي چې تر ډېره په انټرنیټ کې پيد اکېږي؛ خو له لوړو زده کړو وزرات، علومو اکاډمۍ او نورو ښونیزو بسنټونو يې هیله وکړه، چې په علمي او څیړنیزه برخه کې د ټولنې او ځوانانو اړتیاوو ته پام وکړي.

کتاب خپرونکې ټولنې هم مني چې د تېر په پرتله انټرنیټ او کمزوري اقتصاد د کتاب اخیستو بازار سوړ کړی دی، خو هیله من دي چې د سولې په راتګ سره به بېرته د کتاب لوستنې علاقه پياوړې شي. نجیب الله مومند او زاهدالله ناصري چې په جلال اباد ښار کې خپرندويې ټولنې او کتاب پلورنځي لري وايي چې په یاده برخه کې يې په میلیونو پانګونه کړې؛ خو ډېر کله يې د ګټې پر ځای تاوان هم کړی دی.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ آمر سید امرالله امید بیا وايي چې دوی د مطالعې فرهنګ لپاره مختلفې تشویقي برنامې جوړې کړې چې تر ټولو مهمه يې د تېر کال په وروستیو کې د کتاب نندارتون و.

د امید د معلوماتو له مخې، دوی د ننګرهار پر عامه کتابتون سربېره په هډې، خوږیاڼیو او شینوارو کې کتابتونونه لري، چې هره ورځ ورته په لسګونو ځوانان د مطالعې لپاره ورځي. په ننګرهار کې د کتاب لوستنې د کمرنګه کیدو پر وړاندې یوازې انټرنیت او کمزوری اقتصاد نه دی بلکې د ځینو نورو نظر خاوندانو په باور ډېر کله خپرندویه ټولنې په یوې او یا هم کمزوري محتوا کتابونه چاپويچې له امله یې خلک له کتاب لوستنې ماړه کړي دي.

جلال آباد/ د غویي ۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS