انټرنېټ او کمزوري اقتصاد د مطالعې دود پيکه کړی دی

Anonymous (not verified)
Sun, Apr 25 2021 12:43 PM
انټرنېټ او کمزوري اقتصاد د مطالعې دود پيکه کړی دی

انترنیټ ته لاس رسی او کمزوری اقتصاد اوس مهال د ‎کتاب لوستني پر وړاندې دوه لوی خنډونه دي چې ځوانان يې له مطالعې پاتې کړي دي.

‎په ننګرهار کې لیکوالان، شاعران او د خپرندويو ټولنو مسوولین وايې چې د تېر په پرتله اوس مهال د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ پيکه شوی، چې په خبره يې پرته له تدریسي کتابونو د نورو لوستونکي ورځ تر بلې کمېږي. ‎دوی وايي چې اوسمهال یوازې هغه محصلان چې استادانو يې ورته خپل کتابونه او په پوهنتون کې تدریسیدونکي کتابونه په نخښه کړي وي لولي، خو د عمومي او ذوقي کتابونو لوستل کم شوي او ډېر وخت ځوانانو انټرنیټ ته ورکړی دی. ‎عطا محمد هیله من او سید سالار خادم چې دواړه د پښتو ژبې ځوان لیکوالان دي وايي چې د نوې ټکنالوژۍ سره د ځوانانو پر بلدتیا سربېره د کمزوري اقتصاد له امله هم ډېری وخت کتابونه له اخیستلو پاتې کیږي.

‎دوی دا هم وویل چې اوسمهال ځوانانو پر نویو موضوعاتو کتابونه او مقالې لولي چې تر ډېره په انټرنیټ کې پيد اکېږي؛ خو له لوړو زده کړو وزرات، علومو اکاډمۍ او نورو ښونیزو بسنټونو يې هیله وکړه، چې په علمي او څیړنیزه برخه کې د ټولنې او ځوانانو اړتیاوو ته پام وکړي.

‎کتاب خپرونکې ټولنې هم مني چې د تېر په پرتله انټرنیټ او کمزوري اقتصاد د کتاب اخیستو بازار سوړ کړی دی، خو هیله من دي چې د سولې په راتګ سره به بېرته د کتاب لوستنې علاقه پياوړې شي. ‎نجیب الله مومند او زاهدالله ناصري چې په جلال اباد ښار کې خپرندويې ټولنې او کتاب پلورنځي لري وايي چې په یاده برخه کې يې په میلیونو پانګونه کړې؛ خو ډېر کله يې د ګټې پر ځای تاوان هم کړی دی.

‎د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ آمر سید امرالله امید بیا وايي چې دوی د مطالعې فرهنګ لپاره مختلفې تشویقي برنامې جوړې کړې چې تر ټولو مهمه يې د تېر کال په وروستیو کې د کتاب نندارتون و.

‎د امید د معلوماتو له مخې، دوی د ننګرهار پر عامه کتابتون سربېره په هډې، خوږیاڼیو او شینوارو کې کتابتونونه لري، چې هره ورځ ورته په لسګونو ځوانان د مطالعې لپاره ورځي. ‎په ننګرهار کې د کتاب لوستنې د کمرنګه کیدو پر وړاندې یوازې انټرنیت او کمزوری اقتصاد نه دی بلکې د ځینو نورو نظر خاوندانو په باور ډېر کله خپرندویه ټولنې په یوې او یا هم کمزوري محتوا کتابونه چاپوي ‎چې له امله یې خلک له کتاب لوستنې ماړه کړي دي.

جلال آباد/ د غویي ۵ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Tue, Oct 27 2026 3:22 PM
Background image

MOIC Commission Inspects Signage and Advertising Boards in Kabul’s District 20

The Commission for the Reform of Signage and Advertising Boards, under the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs, inspected signage and. . .

Mon, Oct 26 2026 3:38 PM
Background image

MOIC Concludes Three-Day Capacity-Building Seminar for Media Professionals

Bakhtar News Agency, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, concluded a three-day capacity-building seminar for. . .

Mon, Oct 26 2026 3:33 PM
Background image

MOIC Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 14 Jumada al-Awwal 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  under the chairmanship of the Deputy Minister. . .

BACK TO NEWS