په سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ کې د تاریخي سیمو د ساتنې په اړه غونډه وشوه.

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۵:۵۷
..

‎د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په سیاګرد (غوربند) ولسوالۍ کې د تاریخي سیمو د ساتنې په اړه غونډه وشوه. چې پکې د سیاګرد ولسوال، د پروان ولایت مقام استازي، د دې ولسوالۍ د یو شمېر ادارو استازو او د بېلابېلو سیمو مشرانو ګډون کړی و.
‎د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وویل: د تاریخي سیمو ساتنه د حکومت او ولسونو ګډ مسٶليت دى او دغه ځايونه د یوه ملت ملي میراث دی، همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ژمن دی چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د تاریخي سیمو او آثارو د ساتنې اړوند فرمان په بشپړه توګه پلي کړي او د اړتیا وړ تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره هڅې کوي. 
د فرهنګ او ګرځندوی آمر د سیمې له مشرانو څخه وغوښتل؛ د تاریخي ځایونو د تثبیت او ثبت په برخه کې له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره همکاري وکړي او په تاریخي ځایونو کې د غیر قانوني کیندنو مخنیوی وکړي.‎
‎دغه راز د سیاګرد ولسوال د دې ولسوالۍ د ټولو ملکي او نظامي ادارو په استازوالۍ د تاریخي سیمو ساتنه مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د ټولې اړوندې اداره به په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره پوره همکاري وکړي.‎

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۵۳
Background image

د شمال ختیځ زون د خبریالانو لپاره د ظرفیت لوړونې نهه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د کندز، تخار او بغلان ولایتونو ۲۰ تنو خبریالانو ته د دوی د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د رسنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۶
Background image

پنجشېر کې سلګونو خبریالانو او فرهنګي فعالانو ته د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو میعنیت له لوري د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو، قلموالو مبارزینو او ځوانانو ته د (فکري،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیا کې (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د (شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) په نوم کتاب لوستنې سیالۍ چې د ۶۰۰ تنو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
. . .

BACK TO NEWS