د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۵:۵۸
...

دوشنبه (۱۴۴۷ د محرم الحرام ۲۰) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
‏ په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۶۱ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۱۶۰ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه وارزول شول او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو، په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.
همدارنګه د غونډې په پای کې د دیني کتابونو د یوه لیکوال د اثارو د چاپ په اړه خبرې وشوې او په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه هم وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د ۵ انګلیسي عنوانونو (د درسي تقویتي کتابونو) په اړه هم پرېکړه وشوه.
۱۴۰۵/۴/۱۵ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۶:۱۴
Background image

د سیمه‌ییزو رسنیو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لا زیاتې همغږۍ، پر وخت او دقیقو معلوماتو د رسولو په موخه د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۵:۵۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۷ د محرم الحرام ۲۰) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
‏ په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته هنري او تاریخي اثار وسپارل شول

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند موزیم او نګارستان ته د هنرمند اسماعیل ځدراڼ له لوري په ښکلي هنري خط لیکل شوي د الله (جل جلاله) مبارک نومونه او د قرآن کریم یوه لرغونې نسخه (چې په. . .

BACK TO NEWS