سلګونو خبریالانو، مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو او قلموالو مبارزینو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په دې ولایت کې د ۲۵۰ تنو خبریالانو، د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، ادیبانو او قلموالو مبارزینو ته د فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړونې او د ژورنالېزم د بنسټیزو اصولو په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د پروان والي شيخ عزيزالرحمن منصور، د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او ولایتي مسؤلینو هم ګډون کړی و.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ټولنې د پرمختګ اساسي لامل؛ یووالی، د وخت ارزښت پېژندنه او دیني او عصري علومو زده کړه وبلله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هېواد پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ترسره شوي بریدونه وغندل او ویې ویل: اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ، ملي ګټو او ارضي تمامیت ساتنې ته ژمن دی او په دې برخه کې لازم کار کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې رسنۍ د خلکو او نظام ترمنځ د پله حیثیت لري، باید د ټولنې واقعي انځور په رښتینولۍ او بې طرفه ډول وړاندې کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې د رسنیو لا ډېر ملاتړ وکړي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
ښاغلي فراهي له خبریالانو او د رسنیو له استازو څخه وغوښتل؛ چې د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) فرامین د عامه پوهاوي په موخه په سمه او اغیزمنه توګه خلکو ته ورسوي.
ورته مهال د پروان والي شیخ عزیزالرحمن منصور د سیمینار له ګډونوالو څخه وغوښتل؛ چې د یووالي او همغږۍ په فضا کې د نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د پردیو د ناوړه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي.
دغه راز د خپرونو چارو معینیت اړوند پر ټولیزو رسنیو د څار رئیس مولوي صفی الله رائد، د خپرونو چارو معینیت نشراتي پالیسۍ سلاکار مولوي عبدالحق حماد او د سیمینار وړاندې کوونکو د ژورنالېزم اصولو، د خبر لیکنې معیارونو، د رسنیز فعالیتونو د پیاوړتیا، د خبریالانو د ظرفیت لوړونې او په ټولنه کې د ځوانانو رول په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او ویې وویل: دغه سیمینار د فکري او مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی دی او یو خبریال هغه مهال خپل رسنیز رسالت په ښه توګه ترسره کولای شي، چې د خپل مسلک په برخه کې ژوره مطالعه او کافي پوهه ولري، د سیمینار وړاندې کوونکو په وینا؛ ځوانان د هرې ټولنې د راتلونکي جوړوونکي دي.
د سیمینار وړاندې کووونکو له خبریالانو څخه وغوښتل چې د اطلاع رسونې په برخه کې بې طرفي، امانتداري او د اسلامي اخلاقو اصل په پام کې ونیسي او هر خبر له بشپړې ارزونې او کره کتنې وروسته باید خپور کړي.
ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا ډول روزنیز سیمینارونه د ژورنالېزم د اصولو لا ښه پیژندلو، د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د رسنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره خورا اغېزمن او ګټور دي. ګډونوالو له اړوندو مسؤلینو څخه وغوښتل چې په راتلونکي کې هم ورته علمي او مسلکي سیمینارونه په دوامداره توګه جوړ شي.
۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق
