د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
..

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
په دغو اثارو کې، کوچنی دیګ، څراغ‌، شمع داني، کوچنی دیګ، پلته داني، تیل داني او د کفګیر دوه ټوټې لاستي شامل دي.
د سرپل والي ملا احمدشاه دین ‌دوست د دغو تاریخي اثارو موندل او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل یو نېک اقدام وباله او ویې ویل: د سرپل ولایت مقام د هغو پروګرامونو او هڅو ملاتړ کوي، چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې ترسره کېږي، دا ډول اقدامات د تاریخي شتمنیو په وړاندې د پاملرنې او مسؤلیت څرګندونه کوي او د خلکو د هویت او تېر تاریخ د ژوندي ساتلو په برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حق ‌نما تاریخي اثار د ټولنو د اصیل فرهنګ او دودونو مهمه برخه وبلله او ویې ویل: دغه اثار زموږ د تېرو نسلونو د تاریخ او ژوند ښکارندويي کوي او ساتنه او پالنه یې د ټولو ګډ اسلامي او ملي مسؤلیت دی.

۱۴۴۸/۱/۸ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۵۲
Background image

د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې  د ټاکل شوي کمیټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۹:۴۱
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول

د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۴۳
Background image

لغمان کې د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د لغمان اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالنور رسولي په مشرۍ ددې ولایت د رسنیو له مسؤلینو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په ناسته کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

BACK TO NEWS