د (وصال هنر) په نامه دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانیستل شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د هنرستان ریاست له لوري د نګارستان آمریت کې د (وصال هنر) په نامه دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانیستل شو.
مسؤولینو د دې نندارتون د جوړېدو موخه د هنري وړتیاوو، نوښتونو او لاسته راوړنو معرفي او نندارې ته وړاندې کول، د هنر او فرهنګ پالنې روحیې پیاوړتیا، د هنرمندانو او هنر مینه والو ترمنځ د تجربو د تبادلې زمینه برابرول او ځوان نسل هنري او فرهنګي فعالیتونو ته هڅول وبلل، دا نندارتون لیدونکو ته فرصت برابروي، چې د هنرمندانو له آثارو او هنري ظرفیتونو سره له نږدې اشنا شي.
په دې نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب، د اقتصاد وزارت د دوامداره پراختیایي موخو رئیس لعل محمد وليزاده، استادانو، خطاطانو، انځورګرانو، مینیاتورانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی و.
مولوي احسان الله حسان وویل: د هېواد آزادي په ټوپک او توره ترلاسه کېږي، خو ساتنه یې په قلم کېږي او هنري آثار د تاریخ څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له هنر او هنرمندانو هر اړخیز ملاتړ کوي.
د اقتصاد وزارت د دوامداره پراختیایي موخو رئیس ښاغلي لعل محمد وليزاده هنر د ټولنې د ښکلاوو او ستونزو څرګندوونکی وباله او زیاته یې کړه، چې د هنرستان ریاست په مشرۍ به له مؤسسو سره په ګډه د هنري فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
دغه راز د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب د بهزاد او غلام محمد میمنهګي د هنري سبکونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: افغانستان ځانګړي او بېساري هنري سبکونه لري، چې په نړۍ کې یې ساری ډېر کم موندل کېږي، نوموړي له هنرمندانو وغوښتل چې د هنر د ودې او پیاوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
په پای کې د تیاتر آمریت ممثلینو خپله تمثیلي او هنري ټوټه نندارې ته وړاندې کړه او د نندارتون تنظیموونکي په ستاینلیکونو ورکولو سره ونازول شول.
۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق
