خوست کې د موزیمونو لپاره ځمکه تثبیت شوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۰:۲۶
...

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې لوی ریاست په چوکاټ کې، د خوست د عمومي موزیم او د جهادي آثارو د ساتنې موزیم لپاره د بیرغ پر تپه د ۱۵ جریبه ځمکې لېدنه او تثبیت ترسره شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې له یادې ځمکې څخه ۱۰ جریبه د خوست عمومي موزیم او ۵ جریبه د جهادي آثارو د ساتنې موزیم لپاره ځانګړې شوې ده. د خوست عمومي موزیم چې اوس مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ودانۍ کې ځای لري، د نوې او معیاري ودانۍ د جوړېدو سره به د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتنې لپاره مناسب امکانات برابر شي. همدارنګه د جهادي آثارو د ساتنې موزیم به د خوست ولایت د جهاد دورې اړوند آثار په معیاري ډول خوندي او نندارې ته وړاندې کړي.
دغه ځمکه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، کرنې او مالدارۍ ریاست او ښاروالۍ ریاست پلاوو له لوري تثبیت شوه، چې د یادو ریاستونو پلاوو د ځمکې حدود، موقعیت او د موزیمونو د جوړېدو لپاره د مناسب، تخنیکي او عملي برخې وارزولې او راتلونکو پړاوونو کې به د ځمکې کروکي چمتو شي، چې وروسته به د دواړو موزیمونو د جوړېدو عملي چارې هم پیل شي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، د دغو موزیمونو جوړېدل به د خوست د تاریخي، فرهنګي او جهادي آثارو د ساتنې، تنظیم او معرفي کولو لپاره مناسب فرصت برابر کړي او د ولایت د فرهنګي شتمنیو د خوندي کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS