په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
..

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو تاریخي آثارو د حریم د تثبیت او ټاکلو په اړه لازمې پرېکړې هم وشوې.
د لرغون‌ پیژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات د دې بهیر د اهمیت په اړه وایي؛ لرغونې سیمې او تاریخي آبدات د افغانستان د هویت، تاریخ او فرهنګ مهمه برخه جوړوي. له همدې امله، د لرغون پیژندنې ریاست د کمېټې پلاوي د یادو ساحو د ارزونې او حریم د ټاکلو ترڅنګ، د فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له مسوولینو او د بېلابېلو قشرونو له خلکو سره د عامه پوهاوي او ښوونیزو پروګرامونو جوړولو اقدام وکړ.
ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د دا ډول پروګرامونو ترسره کول، د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتنې ترڅنګ، د عامه پوهاوي د کچې په لوړولو، د لرغونو او تاریخي آثارو د تخریب، ناقانونه ودانیزو چارو او نورو احتمالي زیانونو د مخنیوي په برخه کې ګټور او اغیزمن تمامېږي.

۱۴۴۸/۳/۸ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

BACK TO NEWS