اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ګوهري ادبي بهیر ماښامنۍ مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۴۳
..

لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ګوهري ادبي بهیر اتمه ماښامنۍ مشاعره د لوګر اطلاعاتو فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د یو شمېر ادارو مسؤلینو، ګڼو شاعرانو، لیکوالانو، ادیبانو، ترنم کوونکو او ځوانانو په ګډون سره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د ورته مشاعرو او ادبي ناستو  جوړول د فرهنګ او ادب په بډاییتوب او دغه راز د شاعرانو او ادیبانو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي او د دغه بهیر د لارویانو لا هڅونې په برخه کې اغیزمن یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه، که د اسلامي تاریخ پاڼو ته نظر وشي دا به ثابته شي، چې د تورې اتلانو تر څنګ د حسان بن ثابت (رضي الله عنه) لارې لارویانو هم په قلمي او ژبني جهاد کې ډېره ښه ونډه اخیستې ده او د فکري استعمار وزرې یې ورماتې کړې دي.
ښاغلي اسلامیار د مشاعرو تنظیم قانون پر بشپړ تطبیق ټینګار وکړ او له شاعرانو، ترنم کوونکو، لیکوالانو او مبارزینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خپلو اسلامي او فکري لیکنو، قلمونو او ژبو په ذریعه د اسلامي نظام ساتنې، ځوان نسل فکري سمون او باطلو افکارو پر وړاندې مبارزې په ډګر کې خپل ایماني مسؤولیت اداء کړي.
دغه راز شاعرانو، نعت ویوونکو او ترنم کوونکو په بېلابېلو برخو کې خپل ترتیب کړي اشعار او ترنمونه له ګډونوالو سره شریک کړل.

۱۴۴۷/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۴۳
Background image

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ګوهري ادبي بهیر ماښامنۍ مشاعره ترسره شوه

لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ګوهري ادبي بهیر اتمه ماښامنۍ مشاعره د لوګر اطلاعاتو فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا کې زده کوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او فکري سمینار وړاندې شو

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست په ګډو همکاریو د حرفوي زده کړو ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او فکري سمینار وړاندې کړ. 
مسؤلینو د سیمینار ګډونوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۳
Background image

میدان وردګو کې د رواش فرهنګي، علمي او دودیزه مېله ولمانځل شوه 

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بهسودو ولسوالۍ په یوه تفریحي سیمه کې د رواش په نوم فرهنګي، علمي او دودیزه مېله د یو لړ فرهنګي، ادبي او ورزشي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل. . .

BACK TO NEWS