پکتیا کې زده کوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او فکري سمینار وړاندې شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
..

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست په ګډو همکاریو د حرفوي زده کړو ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او فکري سمینار وړاندې کړ. 
مسؤلینو د سیمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم، کسب او د بې علمې زیانونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلام دیني علومو تر څنګ حرفوي او عصري زده کړو ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی.
مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل چې د هېواد پرمختګ، داخلي تولیداتو زیاتوالي، صنعت پیاوړتیا او د نورو هېوادونو له مهتاجې خلاصوالي په پاره د اړتیا وړ علومو زده کړو ته مخه کړئ. 
د سمینارونو په لړ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو عقیدتي مسوول د انسان پیدایښت او د ځوان مسوولیتونه تر عنوان لاندې او د پکتیا پوهنتون استاد پوهنیار احسان الله نظري بیا په نړۍ کې د عصري ټکنالوژۍ پرمختګ او د افغانستان د وروسته پاتې والي علتونو تر عنوان لاندې سیمنارونه او هراړخیز معلومات وړاندې کړل. 
د یادونې وړ دی، چې له دې وړاندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ګڼ شمېر ځوانانو ته د ځوانانو مسوولیتونو، فکري انحراف، انساني قاچاق مخنیوي، د ناوړه دودونو له منځه وړلو په برخو کې سمینارونه وړاندې شوي دي.

۱۴۴۷/۱۲/۴ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا کې زده کوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او فکري سمینار وړاندې شو

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د کار او ټولنیزو چارو ریاست په ګډو همکاریو د حرفوي زده کړو ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او فکري سمینار وړاندې کړ. 
مسؤلینو د سیمینار ګډونوالو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۳
Background image

میدان وردګو کې د رواش فرهنګي، علمي او دودیزه مېله ولمانځل شوه 

د میدان وردګو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د بهسودو ولسوالۍ په یوه تفریحي سیمه کې د رواش په نوم فرهنګي، علمي او دودیزه مېله د یو لړ فرهنګي، ادبي او ورزشي مراسمو په ترڅ کې ونمانځل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۲۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معین لوګر ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ لوګر ته د سفر په لړ کې د ولایت مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین، د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS