د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

wasim_admin
جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل: هرات ته د سفر موخه د تاريخي آبداتو ليدنه، د فرهنګي وضعيت ارزونه او د هنرمندانو او فرهنګيانو د ستونزو څېړنه ده.

نوموړي د هرات تاريخي او فرهنګي مقام ته په اشارې وويل: دا ولايت د هېواد له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې ولايت د تاريخي آبداتو ساتنې او بيارغونې ته ژمن دی، د هرات د يو شمېر تاريخي آبداتو د بيارغونې چارې په پلان کې شاملې دي او هڅه کېږي، چې د دغو ارزښتمنو آثارو ساتنه او رغونه په معياري ډول وشي، د فرهنګي او هنري فعاليتونو د پراختيا لپاره، په ځانګړي ډول د تياتر په برخه کې، ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي، په هرات کې د تياتر هنر د پياوړتيا لپاره به د دې برخې تشکيل زيات شي او هنرمندانو ته به د لا ښه فعاليت زمينه برابره شي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو وويل: هرات تل د هېواد له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه پاتې شوی، د دې ولايت هنرمندانو، ليکوالانو او خبريالانو د فرهنګ او هنر په وده کې مهم رول لوبولی دی، هڅه کوو، چې د لا غوره زمينو په برابرولو سره، له فرهنګي، رسنيزو او هنري فعاليتونو ملاتړ وکړو او د وزارت په همکارۍ موجوده ستونزې حل کړو.

همدا راز هنرمندانو، خبريالانو او فرهنګيانو خپلې نظريې، وړانديزونه او ستونزې شريکې کړې او د هنرمندانو وضعيت ته د لا زياتې پاملرنې، د فرهنګي اسانتياوو رامنځته کولو، د رسنيو ملاتړ او په دې ولايت کې د هنري فعاليتونو د پراختيا غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۱۱/۲۷ ھـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۱۱
Background image

زابل کې ادبي مشاعره ترسره شوه

زابل کې د زمري ۲۴مې او ۲۸مې د (خپلواکۍ) ورځو په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې ادبي مشاعره ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي؛ چې یاده مشاعره. . .

BACK TO NEWS