د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۲۵
..

د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې د ګڼ شمېر سیمه يیزو ادارو مسؤلینو، خبریالانو او د کتاب او مطالعې مینوالو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطالعه د فکري وړتيا د لوړولو لپاره ښه وسيله وبلله او زياته يې کړه؛ چې کتاب د انسان رښتينی ملګری دی، مطالعه انسان له کمې وړتيا څخه لوړو وړتیاوو او خپلو ټاکلو موخو ته رسوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون مدیر وویل: په دغه کتابتون کې څه باندې پنځه زره ټوکه بېلابېل کتابونه شتون لري، چې په ورځنی توګه لسګونه تنه ورته مراجعه کوي.
نوموړي د مطالعې فرهنګ د عامولو په برخه کې د کتابونو نندارتونونه جوړول اغیزمن وبلل او ډاډ يې ورکړ، چې په راتلونکي کې به هم ورته نندارتونونه جوړ شي.
ورته مهال د نندارتون ګډونوالو دغه نندارتون د ټولو ځوانانو په ځانګړې توګه د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره ګټور وباله
او له نورو ځوانانو څخه یې وغوښتل چې د زده کړې، لوستنې او فکري ودې لپاره باید په ورته پروګرامونو کې ګډون وکړي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۱
Background image

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبعه بیا ځلې فعالېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قرآن‌کریم لیکلو او د بیهقي کتابونو خپرولو رئیس مفتي عبدالعلیم ځانواک د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

BACK TO NEWS