د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې
د بغلان او روزګان ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د رسنیز فعالیتونو د پیاوړتیا او فرهنګي هڅو د پراختیا په موخه د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې، چې په دغو ناستو کې د رسنیو پر مسؤولیتونو، د رښتینو معلوماتو پر خپرولو او د تبلیغاتو مخنیوي پر لارو چارو بحثونه وشول.
مسؤلینو د رسنیو پر حیاتي رول ټینګار وکړ او ویې ویل: په اوسني وخت کې رسنۍ د ټولنې د فکر جوړولو، د عامه پوهاوي د لوړولو او د حقایقو د خپرولو تر ټولو قوي وسیلې دي، که رسنیز فعالیتونه په سمه توګه مدیریت شي، کولای شي د هېواد په ثبات، یووالي او پرمختګ کې مهمه ونډه ولري.
دغه راز مسؤلینو پر رسنیزو فعالانو غږ وکړ، چې د مسلکي اصولو په رڼا کې کار وکړي، د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي، ځکه د ناسمو تبلیغاتو مخنیوی د وخت مهم ضرورت دی، رسنیز فعالان باید په پوره مسؤولیت، صداقت او د دیني ارزښتونو په رڼا کې خپل فعالیتونه پر مخ یوسي او تل د حقایقو پر بنسټ معلومات خپاره کړي، تر څو د خلکو باور لا پیاوړی شي.
ورته مهال د ناستو ګډونوالو داسې ناستې جوړول ګټورې وبللې او ویې ویل: دا ډول ناستې د دوی تر منځ د همغږۍ، تجربو شریکولو او مسلکي پرمختګ لپاره مهم رول لري. ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د دقیقو معلوماتو خپرولو، د ټولنې د ستونزو د انعکاس او د مثبت فکر د ترویج په برخه کې به لا زیات کار وکړي.
۱۴۴۷/۱۱/۲ هـ ق
