بدخشان کې ځوانانو ته علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۸:۴۲
..

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو (ځوانان، فرصتونه، امکانات، ستونزې او راتلونکی لید) تر سرلیک لاندې علمي سیمینار کې د ځوان نسل پر پوهاوي، ظرفیت لوړونې او فکري جوړونې ټینګار وکړ.
دغه سیمینار کې یو شمېر ځوانانو، استادانو او مسؤلینو ګډون کړی و، چې موخه یې د ځوانانو پر وړاندې د فرصتونو او ستونزو ارزونه او د ځوانانو د راتلونکی مسیر ټاکل وو.
مسؤلینو وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې اوس مهال د دیني زده‌کړو تر څنګ، څه باندې ۴۰۰ ځوانانو ته د عصري علومو زده کړې هم ورکول کیږي. د مسؤلینو په وینا؛ له دغه ډول پروګرامونو څخه موخه د غوره راتلونکي لپاره د ځوانانو چمتو کول دي.
ورته مهال د سیمینار وړاندې کوونکو وویل: د یاد سیمینار اساسي موخه د پوهاوي رامنځته کول او د ځوان نسل لپاره د یو متوازن فکري چاپېریال جوړول دي. ځوانان باید دیني مفاهیم په سمه توګه درک کړي او د نننۍ عصر د واقعیتونو په پېژندلو سره خپلې دندې د فرد، کورنۍ، ټولنې او بشریت په وړاندې په شعوري ډول ترسره کړي.
یو شمېر ګډونوالو هم د دې ډول رورنیز پروګرامونو هرکلی وکړ او د ورته نورو پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې هم وکړه. ګډونوالو له نورو ځوانانو څخه وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او خپل وخت په ګټورو فعالیتونو کې تیر کړي.

۱۴۴۷/۱۱/۱ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۲
Background image

د پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي پنځه ورځنی علمي او فرهنګي ورکشاپ پیل شو

یکشنبه نېټه (۱۴۴۸ ربیع الاول ۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د ژبو عالي شورا کمېسیون له لوري د «پښتو او دري ژبو لیکلار د سمون او یوالي» په نوم د ژبو د علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۴۴
Background image

په ۸ ولایتونو کې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدات تثبیت او د حریم ټاکنه یې وشوه

د لرغون‌ پیژندنې کمېټې پلاوي غزني، زابل، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو ته سفر وکړ او په ټولیزه توګه یې ۴۴ لرغونې ساحې او تاریخي آبدي وضعیت له نږدې وڅېړل. د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۴۵
Background image

غزني کې د یو شمېر ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د پوهنې ریاست په همغږۍ د اسلامي ثقافت په مرکز کې د دې ولایت یو شمېر امارتي او خصوصي ښوونځیو د فرهنګي کمیټو غړو ته یو ورځنی علمي او فرهنګي. . .

BACK TO NEWS