د هېواد په کچه ستر عالم او د لسګونو کتابو ليکوال،مولوي جان محمد زاهدي د جنازې مراسم ترسره شول

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۰
..

ارواښاد جان محمد زاهدي احمدزی، چې د خپل ژوند په دوران کې يې څه باندې ۳۰۰ کتابونه لیکلي او ژباړلي و، د ۷۷ کلنۍ په عمر وفات شو، چې د جنازې مراسم يې د لوګر ولایت مرکز ته اړوند الیاس خان بابا کلي کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مسؤلينو، د ګڼ شمېر امارتي چارواکو، علماوو، فرهنګیانو، مشرانو او  د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې ادا او خاورو ته وسپارل شو. 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل: ارواښاد زاهدي د خپل ژوند ټوله برخه د علم، فکري او جهادي مبارزې او د اصیل اسلامي او افغاني کلتور  وده کې تېره کړه.
ورته مهال لیکوال او د سیاسي چارو شنونکي توریالي همت له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه، چې د ارواښاد د پاتې آثارو چاپ کې لاس په کار شي.
يو تن دیني عالم مولوي عیدمحمد، مرحوم زاهدي د علم او ادب ستر خدمتګار یاد کړ او پر ځوانانو یې غږ وکړ، چې د ده په پل لاړ شي او د ورته خدمت جوګه شي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي فیض الله جوهري وويل: د نوموړي لیکوال شاوخوا ۲۵۰ ټوکه کتابونه چاپ شوي او د پاتې کتابونو چاپ او خپرولو برخو کې به پوره هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد جید دیني عالم، پیاوړی لیکوال او وتلې علمي څټه، پوهنمل جان محمد زاهدي احمدزی د ملا فضل احمد زوی، په کال ۱۳۲۸ هـ ش د لوګر مرکز اړوند د الیاس خان بابا په کلي کې زېږېدلی و.
ارواښاد په شرعیاتو او پښتو ادب کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې وې، او د هجرت په دوران کې یې د دعوت او ج.ها.د ترڅنګ د سید جمال الدین افغان پوهنتونونو کې د استاد په توګه ارزښتناکه علمي او تربیوي دنده ترسره کړې وه.

۱۴۴۷/۱۰/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS