د امارتي ادارو ویاندویانو او د ملي او نړیوالو رسنیو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار په مشرۍ په دغه ولایت کې د امارتي ادارو ویاندویانو او د ملي او نړیوالو رسنیو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د امارتي ادارو او د رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: رسنیو او خبریالانو په وروستیو حالاتو کې خپل مسلکي مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي دي او د عامه پوهاوي، اطلاع رسونې او ذهنیت جوړونې په برخو کې یې فعال او مهم رول لوبولی دی.
د ښاغلي اسلامیار په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رسنیو سره همکارۍ ته ژمن دی او هڅه کوي، چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا زیاتې او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د رسنیو استازو او ویاندویانو هم خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل او د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، دوی د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ته د پوره همکاریو ډاډ هم څرګند کړ.
۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ ق
