رستاق ولسوالۍ کې د سیرتالنبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالي ترسره شوه
د تخار اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یو همکار خیریه بنسټ له لوري په رستاق ولسوالۍ کې د دوو ورځو په موده کې د ۱۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د سیرتالنبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه.
له دې سیالۍ څخه موخې په ټولنه کې د مطالعې کلتور ته وده ورکول، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ﷺ) له سیرت سره د ځوانانو لا زیات بلدول او د علمي او فرهنګي سیالیو پر لور د ځوان نسل هڅول وو.
د یادې سیالۍ د پایلو اعلان غونډه کې ۲۰ تنو مخکښو ګډونوالو ته په ترتیب سره بېلابېل (لپټاپ کمپیوټر، ځیرک موبایل، بایسکل، لاسي ساعت، کتابونه او نور) ډالۍ ورکول شوې.
