ګڼ شمېر خبریالانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو
د دایکندي ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یوې ځایي خصوصي راډیو په همکارۍ د امارتي او خصوصي رسنیو ۱۰ تنو خبریالانو ته د (ځایي خبریالانو پیاوړتیا) په نوم شپږ ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د یادې راډیو مسؤل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د خبریالانو ظرفیت لوړول د رسنیو له مهمو مسؤلیتونو څخه یاد کړ.
د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل: مطبوعاتي مسوولین او خبریالان مهم مسوولیت لري، باید د اسلامي امارت د اصولو او پالیسۍ مطابق د امارتي ادارو د لاسته راوړنو او فعالیتونو په خپرولو کې هڅه وکړي.
په دې پروګرام کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ (د دین او ټولنې له نظره د خبریالانو مسؤلیتونه) هم تشریح شول.
۱۴۴۷/۹/۵ هـ ق
