محمد طاهر زهير د جام څلې د ټينګښت کار پر ژر پيلولو ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲ - ۱۳:۲۷
محمد طاهر زهير د جام څلې د ټينګښت کار پر ژر پيلولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن په جګړه کې په ښکیلو هېوادونو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لپاره د نړيوالې اتحاديې (الف) او يونسکو موسسې له پلاویو سره په کتنه کې د جام څلې د ټينګښت د کار او په باميانو کې د لرغون پېژندنې پارک د جوړولو د کار پر پيل ټينګار وکړ.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معينيت سرپرست مهندس عبدالاحد عباسي او د دغه وزارت د لرغونپېژندنې رييس نورآغا نوري هم حاضر وو، محمد طاهر زهير د غور جام څلې د ټينګښت او ترميمولو او په باميانوکې د بودا د مجسمو د پاتې شونو د ټينګښت او ترميمولو او د لرغونپېژندنې پارک د جوړولو د کار پر ژر پيلولو ټينګار وکړ. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد تاريخي آبدو او ميراثي فرهنګونو په اړه چې ټينګښت، ترميمولو او بيا رغاونې ته جدي اړتيا لري معلومات ورکړل او هغو پروژو ته یې د دغه بنسټ د نه پاملرنې یادونه وکړه چی ورسپارل شوي دي؛ خو دوی کار لا نه دی پیل کړی. دغه راز هغه د ملموسو اوناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتنې، ترميمولو او بيا رغاونې په برخه کې د (الف) بنسټ د همکارى غوښتنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په لوګر کې د عينکو د مسو کان، کابل کې د نارنج غونډۍ او سيد سرور خان کلا د لرغونو ساحو، په ننګرهار کې د امرخيلو او بحر اباد د ستوپو، د ننګرهار د هډې د لرغونې ساحې، د فراه فريدون کلا، په هرات کې د ملا کلان خانقا، په تخار کې د حضرت محمود غازي مقبرې او حضرت واقف مقبرې، په هلمند کې لښکري بازار، د سمنګانو تخت رستم، د باميانو چهل برج او کاروان سراي د لرغونو ساحو ټينګښت او ساتنې ته او دغه راز د کاشي جوړولو او مسګرۍ په ګډون د ناملموسو فرهنګي ميراثونو چې له خطر سره مخ دي د مستند کولو او معرفي کولو او د يوشمېر نورو ناملموسو ميراثونو مستند کولو ته پاملرنه مهم کار وباله. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د لرغونپېژندنې، د لرغونو اثارو د ترميمولو، معمارى او مرمت کارى په برخو کې د لرغونپېژندنې د کارکوونکو روزنه يو لومړيتوب وباله. وروسته د (الف) بنسټ د هيئت رييس د دغه بنسټ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: موږ اوس په افغانستان کې ١٢ فرهنګي پروژې تر کار لاندې لرو. ده د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره يې د اړوندو بنسټونو د زياتې همکارى ډاډ ورکړ. هغه ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د هغو پروژو لست ورکړي چې لومړیتوب لري. دغه راز په دې کتنه کې د يونسکو استازي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر د هغو پروژو کار پيلوي چې دوى ته سپارل شوي دي.

کابل/ د وري ٢ مه/ باختر

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

پروان کې د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ د ودې په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ د عامولو په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو او زده کوونکو ته یو. . .

BACK TO NEWS