هغه ځوان وستایل شو، چې قرآنکریم یې له ژباړې سره په غوره میناتورۍ لیکلې و

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۲:۳۷
...

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اسلامي ارزښتونو او خطاطۍ هنر د پاللو په موخه، د حیرتان ښارګوټي اوسیدونکی حامد امین یار چې قرآنکریم یې له پښتو ژباړې سره په غوره میناتورۍ لیکلې و، په مادي او معنوي ډالیو وستایه.
مسؤلینو د نوموړي ځوان د دغه ارزښتناک علمي، ديني خدمت او نوښت ستاينه وکړه او له ورته نورو ځوانانو سره يې هم د پوره همکاريو ډاډ څرګند کړ. مسؤلینو زیاته کړه؛ د داسې اسلامي او دیني ارزښتونو او کلتوري هنرونو (خطاطي او میناتورۍ) سره مینه له اسلامي معتقداتو سره د افغان ځوانانو د ژورې مینې څرګندونه کوي.
د یادونې وړ ده، چې حامد امین یار یاد قرانکریم په٣٠٤ صفحو د دوو کلونو په ترڅ کې له ‏پښتو ژباړې سره په خورا غوره خطاطۍ او عالي میناتورۍ سره لیکلی دی.

۱۴۴۷/۸/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي خدمتونو شرکتونو اتحادیې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

شنبه (د ۱۴۴۷/ ربیع‌الثاني/۲۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ګرځندوی او هوټل‌دارۍ انسټیټیوټ او د تحصیلي مشورتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۴
Background image

د فرهنګ او هنر معین د یونسکو د پروژو له مسوولې سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د یونسکو د پروژو له مسوولې سارا ضیایي سره وکتل او د هېواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د تاریخي ودانیو د ترمیم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۴
Background image

د غزني جهادي موزیم ته ۲۱ قلمه جهادي اثار وسپارل شول

په دغو اثارو کې نظامي وسایل او تجهیزات او د «دلایل الخیرات» په نوم یو ټوک کتاب شامل دي. یاد آثار د جهاد د دورې له یوه شهید څخه پاتې شوي، چې د ځینو پر مخ یې د مرمیو د لګېدو نښې هم لیدل. . .

BACK TO NEWS