له واورو او ورښتونو وروسته د تاریخي آبداتو څخه لیدنه او ارزونه وشوه
د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د حج او اوقافو له رئیس سره مل د پل خشتي، حمام کهنه، د امام کلان زیارت او د امام کلان جومات له تاریخي آبداتو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
دغه لیدنه د یادو لرغونو آبداتو د اوسني وضعیت د څیړلو په موخه ترسره شوه، تر څو د وروستیو واورو او ورښتونو له امله د یادو آبدو د احتمالي زیان او تخریب د مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیول شي، مسؤلینو له نږدې د دغو لرغونو آبدو ساختماني او حفاظتي وضعیت وارزاوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو تاریخي آبدات د هېواد تلپاتې فرهنګي پانګه وبلله او ویې ویل: پل خشتي، حمام کهنه، د امام کلان زیارت او د امام کلان جومات یوازې لرغونې آبدې نه دي، بلکې د دې ولایت د خلکو د تاریخي او فرهنګي مخینې څرګندونه کوي، د سرپل ولایت د پېژندنې لپاره په ملي او نړیواله کچه مهم رول لري.
ورته مهال د سرپل ولایت د حج او اوقافو رئیس هم د دغو آبداتو د تاریخي ارزښت په اړه خبرې وکړې او د تاریخي آبداتو د جدي ساتنې او د هر ډول تخریب په مخنیوي یې ټینګار وکړ.
د حج او اوقافو رئیس وویل: د جوماتونو امامان د تاریخي آبداتو د ساتنې ترڅنګ، د دغو آبداتو په اړه د خلکو د پوهاوي په برخه کې هم مسوولیت لري.
۱۴۴۷/۸/۹ هـ ق
