ځوانان د ټولنیز ژوند په ثبات، یوالي او د عامه افکارو په جوړولو کې ځانګړی رول لري
دغه څرګندونې د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د مهترلام اړوند علیشنګ کلي ځوانانو سره په لیدنه کې وکړې.
نوموړي راغلو ځوانانو ته په خپلو خبرو کې وویل: ځوانان د اوسني عصر د پرمختګ، یووالي، ټولنیز ژوند په ثبات، یوالي، او د عامه افکارو په روښانه کولو کې ځانګړی رول لري او کولای شي، چې د عامه افکارو په جوړونه کې ځانګړی رول ولوبوي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو همغږۍ، یووالي، فکر جوړونې او رضا کاره فعالیتونو په برخو کې ملاتړ دی او هڅې کوي چې د ځوانانو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسیدنه وشي.
ورته مهال ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې په دغه ولایت کې یې د ځوانانو همغږۍ، فکر جوړونې، مطالعې د دود عامولو، رضاکاره فعالیتونو او نورو برخو کې دوامدره هڅې کوي.
۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق
