د هرات د ستر جامع جومات د پارک کارونه بشپړ او ډېر ژر به ګټې ‌اخستنې ته وسپارل شي

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۱:۵۲
...

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي؛ د هرات د ستر جامع جومات د پارک د جوړولو چارې بشپړې شوې، چې ډېر ژر به ګټې ‌اخیستنې ته وسپارل شي.
د مسؤلینو په وینا؛ د دې پارک بیارغونه د تاریخي ارزښتونو د ساتنې، د شنو ساحو د رامنځته کولو، ولسونو ته د استراحت او د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو جذب لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په برخه کې اغېزمن رول لري. د تاریخي آبداتو ساتنه او بیا راژوندي کول د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر تاریخي آبداتو د بیا رغونې چارې روانې دي.
ورته مهال د دغه پارک په بیارغولو کې د همکار ټیکا (TIKA) دفتر مسؤلینو وویل: ټیکا دفتر د فرهنګي او تاریخي پروژو ملاتړ ته ژمن دی او د هرات ستر جامع جومات پارک د دې جومات تاریخي حیثیت ته په پام سره او د فرهنګي میراثونو د ساتنې له معیارونو سره سم جوړ شوی دی.

۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ له تاریخي آبداتو څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان  جمهوريت فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي آبداتو د لیدنې په موخه، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، سیمه‌ییزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۶
Background image

میدان وردګو کې لسګونو زده کوونکو ته علمي سیمینار وړاندې شو

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب‌ الله مجاهد په دې ولایت کې د یوه خصوصي لېسې لسګونو زده‌ کوونکو او استادانو ته د زده‌ کړو د ارزښت په اړه علمي سیمینار وړاندې کړ.
ښ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS