مجاهد ملي موزیم ته د جهادي دورې آثار وسپارل شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۱:۲
....

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم ته د مرحوم حاجي محمد داود زلمي د ډلګۍ له‌ خوا د جهاد د دورې درې ارزښتمند اثار وسپارل شول.
د مسؤلینو په وینا؛ سپارل شویو آثارو کې یو دیګ بخار ماین، یو موبایل او هغه کولنګ شامل دی، چې له مجاهدينو سره و او د ماین د ایښودلو پر مهال د بمبارۍ له امله دوه تنه مجاهدین شهیدان شوي و.
مسؤلینو د یادو توکو د سپارلو پر مهال د مرحوم حاجي محمد داود زلمي د ډلګۍ له مجاهدینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول اثار د هېواد د جهادي تاریخ د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د قربانیو د ورپېژندلو لپاره ځانګړی ارزښت لري، مجاهد ملي موزیم به د جهاد د دورې څخه د پاتې شویو آثارو د راټولولو او خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۱۲
Background image

ملي موزیم

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې په ملي موزیم کې ۸۰۰ قلمه بېلابېل تاریخي آثار ترمیم، وقایه او پاکاري شوي او همدارنګه د لوګر، غزني، هرات او فاریاب په سیمه‌ییزو موزیمونو کې ۶۳۰ قلمه نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

لرغونې سیمې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي موزیم، ملي لابراتوار او د لوګر او ننګرهار ولایتونو سيمه‌ييزو موزیمونو ته (۱۹۵۳) قلمه لرغونې آثار انتقال شوي دي.
په یاده موده کې د کابل له بالاحصار څخه. . .

BACK TO NEWS