مجاهد ملي موزیم ته د جهادي دورې آثار وسپارل شول
د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند مجاهد ملي موزیم ته د مرحوم حاجي محمد داود زلمي د ډلګۍ له خوا د جهاد د دورې درې ارزښتمند اثار وسپارل شول.
د مسؤلینو په وینا؛ سپارل شویو آثارو کې یو دیګ بخار ماین، یو موبایل او هغه کولنګ شامل دی، چې له مجاهدينو سره و او د ماین د ایښودلو پر مهال د بمبارۍ له امله دوه تنه مجاهدین شهیدان شوي و.
مسؤلینو د یادو توکو د سپارلو پر مهال د مرحوم حاجي محمد داود زلمي د ډلګۍ له مجاهدینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: دا ډول اثار د هېواد د جهادي تاریخ د ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د قربانیو د ورپېژندلو لپاره ځانګړی ارزښت لري، مجاهد ملي موزیم به د جهاد د دورې څخه د پاتې شویو آثارو د راټولولو او خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق
