د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت د اغېزو په نوم د کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۹:۵۶
...

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امنیه قوماندانۍ په همکاریو د ۱۱۵ تنو مجاهدینو ترمنځ د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت د اغېزو په نامه د کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او ۱۰ تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي وویل: د اسلامي نظام په استحکام او ثبات کې د امیراطاعت یو اساسي رکن دی او د دې سیالۍ له ترسره کولو څخه موخه د مجاهدینو دیني پوهې پیاوړتیا، د مطالعې دود عام کول او د مجاهدینو ترمنځ د مسؤلانه او باخبره اطاعت دود عام کول دي.
دغه راز د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر د دغې سیالۍ د جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ د امنیتي ځواکونو ترمنځ د امراوو څخه د اطاعت روحيې پیاوړتیا په موخه د ورته پروګرامونو جوړولو په اهمیت ټینګار وکړ.

۱۴۴۷/۶/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS