د ترکیې جمهوریت سفیرد جهادي ارزښتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه
په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سفیر جِنګ اونال د یوه پلاوي په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي ارزښتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د ښاغلي جنګ اونال د جهادي ارزښتونو لوی ریاست اړوند د سمعي او بصري چارو له رئیس حافظ نعمت الله منتظر، د جهادي موزیم او کارنامو له رئیس مولوي امدادالله منصور او د یاد ریاست له نورو مسؤلینو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ترکیې جمهوریت سفیر او د جهادي ارزښتونو لوی ریاست مسؤلینو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د شاوخوا سل کلنو ژورو، تاریخي او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د سمعي او بصري چارو رئیس حافظ نعمت الله منتظر د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست د موخو، مسؤلیتونو او روانو فرهنګي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ښاغلي منتظر وویل: د جهادي ارزښتونو لوی ریاست د شل کلن اشغال پر مهال د ملت د مبارزې ترخې او خوږې خاطرې د اسنادو، مستندونو، کتابونو او مجلو په بڼه راټولوي، ارشیف کوي او د خپرولو له لارې یې خلکو ته رسوي.
ورته مهال د جهادي موزیم او کارنامو رئیس مولوي امدادالله منصور وویل: ډېر ژر به په ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ شي، چې په دغو موزیمونو کې به د شل کلن انقلاب ارزښتمند آثار نندارې ته اېښودل کېږي.
د لیدنې په لړ کې د ترکیې جمهوریت سفیر د دغو نوښتونو څخه خوښي وښوده او دا یې ارزښتمند اقدام وباله، ښاغلي اونال وویل: ترکیه چمتو ده، چې د جهادي موزیمونو د جوړېدو په برخه کې همکاري وکړي.
د لیدنې په پای کې د ښاغلي منتظر له لوري د جهادي ارزښتونو درې مهمې چاپ شوې مجلې (الصمود، شهامت او څرک) د ترکیې جمهوریت سفیر ته ډالۍ شوې.
۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق
