د ترکیې جمهوریت سفیرد جهادي ارزښتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
Mon, Dec 01 2025 1:31 PM
..

په افغانستان کې د ترکیې جمهوریت سفیر جِنګ اونال د یوه پلاوي په ملتیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د جهادي ارزښتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د ښاغلي جنګ اونال د جهادي ارزښتونو لوی ریاست اړوند د سمعي او بصري چارو له رئیس حافظ نعمت ‌الله منتظر، د جهادي موزیم او کارنامو له رئیس مولوي امدادالله منصور او د یاد ریاست له نورو مسؤلینو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ترکیې جمهوریت سفیر او د جهادي ارزښتونو لوی ریاست مسؤلینو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د شاوخوا سل کلنو ژورو، تاریخي او دوستانه اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د سمعي او بصري چارو رئیس حافظ نعمت ‌الله منتظر د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست د موخو، مسؤلیتونو او روانو فرهنګي  فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ښاغلي منتظر وویل: د جهادي ارزښتونو لوی ریاست د شل کلن اشغال پر مهال د ملت د مبارزې ترخې او خوږې خاطرې د اسنادو، مستندونو، کتابونو او مجلو په بڼه راټولوي، ارشیف کوي او د خپرولو له لارې یې خلکو ته رسوي.
ورته مهال د جهادي موزیم او کارنامو رئیس مولوي امدادالله منصور وویل: ډېر ژر به په ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ شي، چې په دغو موزیمونو کې به د شل کلن انقلاب ارزښتمند آثار نندارې ته اېښودل کېږي.
د لیدنې په لړ کې د ترکیې جمهوریت سفیر د دغو نوښتونو څخه خوښي وښوده او دا یې ارزښتمند اقدام وباله، ښاغلي اونال وویل: ترکیه چمتو ده، چې د جهادي موزیمونو د جوړېدو په برخه کې همکاري وکړي.
د لیدنې په پای کې د ښاغلي منتظر له لوري د جهادي ارزښتونو درې مهمې چاپ شوې مجلې (الصمود، شهامت او څرک) د ترکیې جمهوریت سفیر ته ډالۍ شوې.

۱۴۴۷/۶/۱۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, Oct 12 2026 3:36 PM
Background image

Public Libraries Directorate Hosts Review of Martyrs of Laylat al-Qadr

The Directorate of Public Libraries, under the Deputy Ministry of Culture and Arts of the Ministry of Information and Culture, hosted a book review session for Martyrs of Laylat al-Qadr. . .

Mon, Oct 12 2026 2:42 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

on Monday, 29 Rabi al-Thani 1448 AH, The Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture held its regular meeting  with the participation of its members.
During. . .

Mon, Oct 12 2026 10:18 AM
Background image

Uzbek Cultural Delegation Visits Historic Sites in Andkhoy, Faryab

A cultural delegation from the Republic of Uzbekistan visited Andkhoy District in Faryab Province to explore historic monuments and discuss ways to strengthen cultural ties between the. . .

BACK TO NEWS