محمد طاهر زهير په پرتمين ډول "د سرتېري فلم جشن" پر جوړولو ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۳
محمد طاهر زهير په پرتمين ډول "د سرتېري فلم جشن" پر جوړولو ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن ”د سرتېري فلم جشن” د جوړولو په موخه د چمتووالي او همغږۍ غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان- فلم رياست، د ملي راډيو ټلويزيون په همکارۍ د روان کال په کب مياشت کې په کابل کې جوړوي.
په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د افغان – فلم رييسه صحرا کريمي او د ملي راډيو ټلويويزن لوى رييس محمد اسماعیل میاخېل هم حاضر وو؛ ”د سرتېري فلم جشن” د جوړولو په خاطر، د چمتووالي او همغږۍ په اړوند خبرې وشوې.
د افغان – فلم رييسې څرګنده کړه چې دغه جشن د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د هېواد د فلم جوړوونکو د هڅولو په موخه جوړېږي.
هغې وويل: د هغه بلنليک پر بنسټ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپور کړى دى؛ لوړ داستاني فلم، لنډ داستاني فلم، لوړ مستند فلم، لنډ مستند فلم، د انيمېشن لنډ فلم او د فلم ښه پوسټر د کب میاشتې تر لومړۍ پورې منل کېږي.
هغې زياته کړه چې دغه فلم د غوراوي پلاوي له انتخاب، نندارې او د حکمانو له ارزونې وروسته، په هره برخه کې د ښه فلم لپاره جايزې هم په پام کې نيول شوې دي.
دغه راز د ملي راډيو ټلويزيون لوى رييس ”د سرتېري فلم جشن” د جوړولو او په ځانګړې توګه د هېواد په مرکز او ولايتونو کې په مستقیم ډول د ملي راډيو ټلويزيون له لارې د جشن د مراسمو د خپرولو په برخه کې د دغه بنسټ د همکاريو ډاډ ورکړ.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په پرتمين ډول د ياد جشن د جوړولو په خاطر پر لازمو همغږيو ټينګار وکړ.

کابل/ د سلواغې ۱۵ مه/ باختر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

تخار کې له خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د تخار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو، رسنیو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د رسنیو او ادارو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، اطلاعاتو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

بادغیس کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د سیمه ییزو ادارو مسؤلینو، استادانو او زده کړیالانو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د اوولسمې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۱۹
Background image

بغلان کې سل تنه ځوانان له فکري او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي، چې سل تنه ځوانان د یوې میاشتني فکري او عقیدوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ شوي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: دغه پروګرام د. . .

BACK TO NEWS