هرات کې د خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه غونډه وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۱۲
..

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بېلابېلو رسنیو خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي د دغه ډول پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: د خبریالانو او ویاندویانو ترمنځ د دوامدارو خبرو اترو او غونډو جوړېدل کولای شي، د افواهاتو د خپرېدو مخه ونیسي او د دقیقو او سالمو اطلاعاتو خپرولو ته زمینه برابره کړي، ښاغلي متقي د رسنیو د مسؤلیت ته په اشارې زیاته کړه؛ خبریالان باید باوري واوسي،ځکه چې د ژورنالیزم مسلک یو مقدس مسلک دی او خبریالان باید د خبرونو په خپرولو کې دقت او صداقت رعایت کړي.
په ورته وخت کې د امارتي ادارو ویاندویانو هم د دغه ډول غونډو جوړول د امارتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د معلوماتو د تبادلې لپاره ګټور ګام وباله او ویې ویل: دا ډول ناستې د چټکو او دقیقو اطلاعاتو رسولو بهیر ته وده ورکوي.
دغه راز خبریالانو د دې غونډې د جوړیدو څخه هرکلی وکړ، یاده غونډه یې معلوماتو ته د لا ښه او چټک لاسرسي لامل وبلله او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول ناستې دې په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

۱۴۴۷/۴/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

فراه کې د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

فراه کې د نهاوند علمي او فکري ادارې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د رسنیو د اهمیت او ارزښت په نوم ګڼ شمېر خبریالانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د اطلاعاتو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

بغلان کې (د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیتونو) په اړه علمي سیمینار ترسره شو

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا په شتون کې د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې د ځوانانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

BACK TO NEWS