طاهر زهير: خبريالانو ته د عدالت غوښتنې لپاره له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو چارو کار اخلو
د رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو يو شمېر مسوولينو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د خبريالانو او د مدني فعالانو د هدفي وژنوله امله د انديښنې په څرګندولو سره د دغه شان پېښو د مخنيوي او د خبريالانو د امنيت د تامينولو د لارو چارو په اړه خبرې وکړې .
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ هغوى د دې ترڅنګ چې د دغه شان پېښو له امله يې خپلې انديښنې څرګندې کړې د هغوی د مخنيوي د لارو چارو په اړه يې خبرې وکړې.
هغوى ټينګار وکړ د خبريالانو او د رسنيو ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دندو او هدفونو څخه دي بايد دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وشي او دغه راز د افغانستان د دولت او د طالبانو د ډلې د هيئتونو ترمنځ د سولې په خبرو کې په هماغه اندازه چې د اوربند په اړه خبرې کېږي بايد د خبريالانو د هدفي اوځنځيري وژنو په اړوند هم خبرې وشي او د دغه شان جنايتونوعوامل څرګند شي او د دغه راز ترورونو د مخنيوي لارې چارې ولټول شي .
هغوى دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنيزو بنسټونو ترمنځ د همغږى مرکز جوړ شي.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د وړاندې شويو پيشنهادونو او طرحو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ويې ويل دغه وزارت په دې لاره کې اغيزمن ګامونه اخستي دي چې ډير ژر به د هېواد له رسنيو سره شريک شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير هغوى ته ډاډ ورکړ چې زموږ ذهن د هېواد پر اوسنيو حالاتو اوهغو چلنجونو متمرکز دى چې په هېواد کې د خبريالانو پرخلاف شتون لري.
هغه وويل هلې ځلې کوو چې له حقوقي ، ديپلوماتيکو او نړيوالو لارو او امکاناتو ګټه واخلو او د خبربالانو لپاره عدالت وغواړو او ډير ژر په همدې مقصد د نړيوالو بنسټونو د مسوولينو ، ديپلوماتانو، رسنيو او د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو د مسوولينوپه ګډون به غونډه جوړه کړو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې دغه وزارت د رسنيو قوت او ملاتړ ته اړتيا لري او هر څومره چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پتمن وي په هماغه اندازه به د هېواد رسنى پتمنې او باعزته وي.
کا بل/ د مرغومي ١٨مه/ باختر
