د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز زده کړییز بهیر پیل شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۱:۴۳
...

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز زده کړییز بهیر د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له ځوانانو وغوښتل، چې د وړیا زده کړو له یاد بهیر څخه په استفادې دې خپل علمي ظرفیت ته لا پراختیا ورکړي او د زده کړو ترلاسه کولو پرمهال دې ښه اخلاق او په شریعت برابر چلند وکړي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه؛ یاد ښوونیز مرکز د لغمان ځوانانو ته له دې مخکې هم په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابره کړې وه او دغه لړۍ به دوام ولري.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وویل: یاد ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر او انګلیسي زده کړو ترڅنګ د عربي، خطاطي او سواد زده کړې ورکول کیږي، چې تر دې وړاندې هم سلګونه تنه له دې ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي دي.
په ورته وخت کې د لغمان ولایت ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د وړیا زده کړو د زمینې برابرولو په موخه مننه وکړه او د ورته نورو زده کړییزو پروګرامونو جوړولو غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۳/۱۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه غونډه ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ او هنرستان ریاستونو په ګډې همکارۍ د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې د خوښیو، خفګان او همدا راز حج او عمرې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۹
Background image

زابل کې خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز او اصلاحي سیمینار وړاندې شو.

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د اطلاعاتو آمریت له لوري خبریالانو، د رسنیو مسؤلینو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته یو ورځنی روزنیز او اصلاحي سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ټولو ولسوالیو له مطبوعاتي مسؤلینو سره وکتل

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر د کابل ولایت د ۱۴ ګونو ولسوالیو مطبوعاتي مسؤولینو سره وکتل او د دوی د فعالیتونو او هڅو ستاینه یې وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي شمس. . .

BACK TO NEWS