ځوانانو ته د کلتوري یرغل پېژندنې او مخنیوي په اړه روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۳۷
..

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري لسګونو ځوانانو ته د کلتوري یرغل پېژندنې او مخنیوي په اړه روزنیز سیمینار ترسره شو، چې پکې د دیني عالمانو او استادانو له لوري د کلتوري یرغل پېژندنې او د مخنیوي په لارو چارو یې معلومات وړاندې شول.
سیمینار کې ویناوالانو د کلتوري یرغل په اړه هر اړخیز معلوماتو وړاندې کړل او ویې ویل: غرب غواړي چې د تېر په څېر خپل کلتوري یرغل ته دوام ورکړي، ترڅو خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
دغه راز د سیمینار یوه برخه د ځوانانو نظرونو او پوښتنو ته ځانګړې شوې وه، چې د سیمینار وړاندې کوونکو له لوري ورته په تفصیلي توګه ځوابونه ورکړل شول.
۱۴۴۷/۲/۲۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۵
Background image

د خلکو فرهنګ

د خلکو فرهنګ ریاست له لوري په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د (ویژه‌نامه سمینار فرمان شماره ۱۷ امیرالمؤمنین (حفظه الله)، ویژه‌نامه فولکلور او ویژه‌نامه امام قتیبه بغلانی) د علمي، تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۴۸
Background image

ملي آرشیف

د تیر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې ملي آرشیف د یوې نسب نامې ترڅنګ (۷۴۱) ټوکه کتابونه، (۲۳۲) خطونه، (۳۵۸) فرامین ډیجیټل کړې دي.
همدارنګه د (۸۳۰) ټوکو کتابونو، (۶۰) قطعې خطونه او (۴) فرامینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

BACK TO NEWS