د عامه کتابتونونو رئیس له یو شمېر خپرندویانو سره ناسته وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۵۸
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم له یو شمېر خپرندویانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
خپرندویانو د خپلو ستونزو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هغه فرمان په اړه یې خوښي څرګنده کړه، چې له مخې یې پر کتابونو مالیه معاف شوې ده، دوی غوښتنه وکړه، چې د نویو کتابونو په پېرودلو کې دې په هېواد کې چاپ شویو کتابونو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: په هېواد کې د کتابونو خپرندویانو تل خپل کارونه په ښه او صادقانه توګه ترسره کړي او معنوي ارزښتونو ته یې پر مادیاتو لومړیتوب ورکړی دی.
ښاغلي صمیم ډاډ ورکړ، چې د عامه کتابتونونو ریاست به د کتابونو پېرودلو پر مهال په هېواد کې چاپ شویو اثارو ته لومړیتوب ورکړي، د عامه کتابتونونو اداره تل هڅه کوي، چې د لیکوالانو او خپرندویانو فعالیتونه وستایي، ترڅو په هېواد کې د کتاب لیکلو او خپرولو لړۍ لا پراخه شي.

۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS