د اطلاعاتو او کلتور وزارت د انجينرانو مسلکي پلاوی د تاريخي آبداتو د رغولو په موخه کنړ ته تللی دی

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۱
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې رياست مسلکي انجينرانو کنړ ولايت ته د حضرت غفران بابا تاريخي مسجد د رغونې په موخه سفر وکړ او د اطلاعاتو او کلتور له رئيس مولوي نجیب الله حنیف سره يې وکتل.   
دغه ناسته کې انجینرانو او د یاد مسجد د رغوونې شرکت مسؤل وویل: د کونړ د اطلاعاتو او کلتور د ریاست په غوښتنه د خاص کونړ د حضرت غفران بابا مسجد رغنیزې چارې پیل کوي، چې اتیا سلنه چارې یې د وزارت مقام په مالي مرسته پخوا ترسره شوي او پاتې چارې به یې زر بشپړې شي.
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف له پلاوي سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل: د خوښۍ ځای دی، چې د وزارت مقام له لوري د حضرت غفران بابا د مسجد پاتې کارونه هم بشپړېږي.
د یادونې وړ ده، چې د کنړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ په زیارت او د ماڼوګي ولسوالۍ د کوزې بارکنډۍ په مسجد کې به هم د بیارغونې کارونه په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS