پروان کې د امارتي ادارو او رسنیو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۵
...

دغه غوڼده د پروان ولایت د والي په مشرۍ د ولایت په مقام کې ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د رسنیو مسؤلینو، امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري د رسنیو مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ولسونو د ذهنونو په ویښتیابه کې د رسنیو رول مهم دی او د رسنیو د خپرنیزو فعالیتونو په لا ښه کېدو یې ټینګار وکړ. 
نوموړي زیاته کړه، چې مسلمانان باید د اسلام دین لپاره پوره یوالۍ ولري او د اسلام مبارک دین د لارښونو په رڼا کې عمل وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د یو شمېر رسنیو د مسؤلینو له فعالیتونو او کړنو څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د رسنیو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: زموږ څخه هر یو د خپلو کړنو په ځانګړې توګه د خپرنیزو فعالیتونو ترسره کولو مسؤل دی او باید د اسلامي نظام دفاع په موخه لا ډېر کوښښ وکړو.
په ورته وخت کې، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د دغې ناستې جوړولو څخه د مننې ترڅنګ د عامه افکارو په جوړولو کې د رسنیو رول مهم یاد کړ او د رسنیو په ملاتړ یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۷/۱/۱۱ هـ.ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS