غزني کې له لرغونو ځایونو څخه لیدنه وشوه
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وایي: د شیخ رضی الدین مشهور په علی لالا صاحب زیارت، د دریم مسعود سلطان قصر او د دې ولایت له لرغونو منارونو څخه یې لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د دغو لرغونو آبدو له لیدلو څخه موخه دې ځایونو ته د طبعي پیښو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څیړنه ده.
نوموړي زیاته کړه؛ لرغونې ابدې د هېواد د لرغوني تاریخ هویت دی، دا آبدې د ګرځندوی صعنت په وده او د بهرنیو سیلانیانو د جذب په برخه کې مهمې دي.
۱۴۴۷/۱/۴ هـ ق
