هرات کې د اسلامي خطاطۍ ۱۱۰ بېلابېل هنري اثار  نندارې ته وړاندې شول

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۳۹
.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور  ریاست له لوري د تیکا دفتر په همکارۍ جوړ شوي نندارتون کې دغه اثار د ترکیې هېواد د مشهور خطاط استاد حسن چلبي د يادولو په موخه نندارې ته وړاندې شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وویل: د افغانستان او ترکیې هېوادونو د هنرمندانو تر منځ د ګډو نندارتونونو جوړول او د دوی هنري آثار معرفي کول د کلتور او هنر په وده کې ګټور اقدام دی.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی د پرمختګ لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.
په ورته وخت کې یو شمېر هنرمندانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد نندارتون د جوړولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د هنرمندانو آثار د کتاب په بڼه چاپ کولو ته اړتیا ده.
په هرات کې د ترکیې هیواد د تیکا دفتر مشر عرفات دنیز وويل: هڅه کوي، ترڅو د دواړو هېوادونو د ګډو کلتوري ارزښتونو د پیژندلو لپاره نور اړین اقدامات هم ترسره کړي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په وینا؛ ياد نندارتون څلور ورځې دوام لري، چې د چهارشنبې ورځ د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده. 

۱۴۴۶/۱۲/۲۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS